له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې ویډیو کې د کابل ولایت د ۱۵مې امنیتې حوزې د کشف امر قاري عبیدالله وایي، په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکي د اسلامي امارت ځواکونو د پخواني نظام سرتېري نیولي، ناسم دی.
هغه زیاتوي، نیول شوي کسان د احمد ذکي په نوم د یو بانډ غله وو چې څه موده وړاندې یې د کابل د اوسېدونکي موټر غلا کړی و.
هغه زیاتوي، دغو کسانو یاد موټر په ۱۴۰۰ ډالر پلورلی و چې د تسلیمېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا د کابل ښار د قلعه نجرا په سیمه کې ونیول شول.
په ویډیو کې ښکاري چې نیول شوي کسان پر خپل جرم اعتراف کوي.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د جنایي او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ