ads

د عفوې پر عملي کېدو د هبت الله اخندزاده بیا ځلي ټیتګار

د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت سیمه‌ییزو مسولینو او کارمندانو ته د یوې ناستې پر مهال وینا کړې ده.

تاج ولي غورځنګ
9 مرغومی 1400
د عفوې پر عملي کېدو د هبت الله اخندزاده بیا ځلي ټیتګار

نوموړي پخپلو خبرو کې د اسلامي امارت له امنیتي مسولینو، سرتېرو او نورو کارمندانو غوښتي چې د عفوې فرمان ته درناوی وکړي، پر خلکو ظلم ونه کړي او له هغوی سره نرم چلند غوره کړي.
په قطر کی د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د ویاند ډاکتر محمد نعیم پر ټوېټرپاڼه د ملا هبت الله اخندزاده د وینا متن خپور شوی دی.
په خپاره شوي متن کې د اسلامي امارت له سرتېرو همدارنګه غوښتل شوي چې د پخواني حکومت پوځیان او کارمندان د خپلو کړنو له امله ونه ځوروي او د ټولو افغانانو عزت ته پام وکړي.
په ورته وخت کی د اسلامي امارت چارواکي وایي، دوی له پیله د اسلامی امارت مشر، سپارښتنې عملي کړي او لا هم هڅه کوي چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي کلید ته وویل، د عمومي عفوې عملي کولو په موخه یې د تصفیې کمېسیون هم جوړ کړی ده.
«موږ له وړاندې د امیر المومنین سپارښتنې عملي کړي او لا هم په دې برخه کې ډېر جدي یوو. که تاسې پام وکړئ موږ ددې عمومي عفوې د عملي کولو لپاره یوه تصفیه کمېسیون جوړ کړ ترڅو د هغو خلکو مخنیوی وکړو چې د عفوې له عمومي فرمان سرغړاوی کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامی امارت سیمه ییزو ځواکونو له لوري د پخواني پوځ له سرتېرو او افسرانو سره د ناسم چلند رپوټونه ورکړل شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې د اسلامي امارت یو سرتېري د کابل په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د پخوانۍ ادارې کارمند رحمت الله قادري ډبولی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.
خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان اعزام کلید ته وویل چې د پخواني حکومت د دغه کارمند د ځورونې په تور یې د بلال په نوم سرتېری نیولی او د قانون منګولو ته یې سپارلی دی.
بلال په دې تړاو وایي،«قادري زموږ په سیمه کې ډېر ظلم او زیاتی کړی و چې کله مې ولېده، نو د هغه پخواني ظلمونه را په یاد شول. که رښتیا ووایم سخت احساساتي شوم او پر ځان نه یم پوهه شوی.»
په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک په دې باور دی چې د ملا هبت الله اخندزاده نوی فرمان به ښې پایلې ولري. نوموړی زیاتوي، دغه فرمان ښایي د هغو پیښو مخنیوی وکړي چې په دې وروستیو کې یې ډېری خلک اندیښمن کړي دي.
«زه هېله مند یم چې د ملا هیبت الله اخندزاده دغه فرمان به له ځانه سره ښې پایلې ولري. په دې وروستیو کې ځینې ویډیوګانې او تصویرونه په رښتیا هم انسان خفه کوي.»
په دې متن کې امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې د تلاشۍ پر مهال له خلکو سره نېک چلند وکړي، هغوی ته ستونزې جوړې نه کړي، شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت ټینګېدو لپاره هڅې وکړي.
افغان سرتېرو ته پر داسې مهال دا لارښوونې کېږي چې په دې وروستیو کې د پخواني حکومت د سرتېرو او کارمندانو ځورېدو راپورونه ورکړل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA