ads

په خوست کې غله او نشه‌یي توکي نیول شوي

د خوست ولایت امنیتي مسولینو یادې لاسته راوړنې نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وښودې.

بختاجان بختیار
7 مرغومی 1400
په خوست کې غله او نشه‌یي توکي نیول شوي

له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي صابر صابري وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونوکې یې په دغه ولایت کې د شرابو یوه لویه کارخونه له منځه وړې او ترڅنګ یې یو موټر هم له تښتوونکو سره یو ځای ددوی لاسته ورغلی:
«پرون ورځ او بیګاه شپه مو عملیات ترسره کړل، چې دوه لویې لاسته راوړنې مو لرلې، یو هم په تڼيو ولسوالۍ کې له یو کس څخه غلو موټر بېولی وو، چې لومړۍ مو موټر او بیا مو غله ونیول، دویم هم بېګاه د شپې موږ پنځه بوشکې او نېږدې پنځوس بوتله شراب له دوو کسانو سره یو ځای ونیول.»
مولوي صابر صابري زیاتوي چې وړمه ورځ یې هم په خوست کې ۱۱ کیلو ګرامه چرس او په تور یې څلور کسان نیول شوي چې په نیول شوو کې یوه مېرمن هم شامله ده:
«تقریبا یوولس کیلو چرس چې اوه کیلو یو ځای او پنځه بل ځای وو، موږ نیولي او له دې سره مو څلور تورن هم نیولي چې دوی پخپلو جرمونو اعتراف کړی او په نیول شوو کې یوه میرمن هم شامله ده، چې اوس زموږ له مربوطه اورګانونو سره دي.»
په ورته مهال د تامین خان په نوم د شمالي وزیرستان یو تن کډوال چې تېره ورځ ورڅخه غلو موټر تښتولی و او نن بیرته د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ورته وسپارل شو، له اسلامي امارت مننه کوي چې په کم وخت کې یې خپل موټر ورته د غلو له منګل راخلاص او په تور یې کسان هم ونیول:
«موږ میلمانه دره ګي ته راغلو، بیا کسان راغلل له موږ یې سراچه وتښتوله، خو موږ چې طالبانو ته خبر ورکړ، په ډير کم وخت کې موږ ته موټر بیرته را وګرځوه او کسان یې هم ګرفتار کړل.»
که څه هم د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت شته، خو ولې بله لویه اندېښنه په دې ولایت کې د نشه یي توکو استعمال او ترڅنګ یې د غلو او اختطافچیانو شتون دی چې خلک ورڅخه په وېره کې دي.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې ددې ډول خلکو پر وړاندې جدې هڅې وکړي، څو په دې برخه کې شته اندېښنه او وېره هم له منځه یووړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA