ads

په زابل کې د یو موزیم لیدو ته لسګونه کسان ورځي

د رحمتي په نوم موزيم چې له ۱۳۹۵ کال څخه په زابل ولايت کې فعاليت کوي، مسولين يې وايي د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه خلک د ياد موزيم لیدو ته ورځي او لیدنه یې کوي.

احسان الله ولسمل
6 مرغومی 1400
په زابل کې د یو موزیم لیدو ته لسګونه کسان ورځي

د رحمتي موزيم مسول نجيب الله رحمتي اغا کليد ته وويل، په دغه موزيم کې دوی د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه تاريخي اثار راغونډ کړي او په خوندي توګه يې ساتلي دي.
هغه زیاته کړه، ياد موزيم يې په خپل شخصي لګښت فعاله کړی او هدف يې د افغانستان پر تاریخ او کلتور د راتلونکو نسلونو پوهاوی دی.
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې ياد موزيم ته پاملرنه وکړي او د موزيم د ودې لپاره ورسره مرسته وکړي.
نوموړي د یاد موزیم په ساتنه او پاملرنه کې له دولت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
نجیب الله رحمتي کلید ته وویل: «رحمتي موزيم شخصي موزيم دی، چې په ۱۳۹۵ کال کې يې فعاليت پیل کړی. د موزيم ځانګړی هدف د افغانستان پر تاریخ د افغانانو پوهاوی دی. هر ورځ لسګونه کسان د یاد موزیم لیدو ته راځي او ننداره یې کوي.»
په ورته مهال هغه کسان چې ياد موزيم ته د ليدنې په هدف ورغلي وايي، په ياد موزيم کې د افغانستان د بېلابېلو وختونو تاريخي اثار ساتل شوي، چې دوی ته يې په ليدو د افغانستان د تېرو وختونو په اړه پوهاوی تر لاسه کېږي.
د حضرت ولي افضل په نوم يو نندارچي کليد ته وويل:
«دغه موزيم ته زه وخت ناوخته راځم، دلته موږ ته په موزيم کې د موزيم د مسول له خوا د هر تاريخي اثار په اړه معلومات راکول کېږي. دغه ډول موزيمونه باید ډېر شي، څو نوي نسلونه هم د افغانستان له تېرو تاريخونو څخه خبرشي.»
د زابل ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر شرافت وياړ وايي، دوی په دغه ولايت کې د داسې موزيمونو جوړېدو هرکلی کوي او زياتوي چې د داسې موزیمونو د ودې لپاره به جدي هڅې کوي.
هغه کلید ته وویل: «داسې موزیمونو جوړېدل ډېر ګټور دي، زموږ هېوادوال پر خپل تاریخ خبرېږي، موږ به یې د ودې لپاره په ټول وس هڅه وکړو.»
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو پر خپلو شخصي لګښتونو د تاريخي اثار موزيمونه جوړ کړي چې د لسګونه کلونو تاريخي اثار يې پکي ساتلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA