ads

په هلمند کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

ددې ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، هغه اصلاح شوي غنم چې دوی پرې څېړنه کړي د کروندګرو لپاره وېشي.

حضرت محمد روحاني
5 مرغومی 1400
په هلمند کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایژ چې ددې ولایت په بولان تحقیقاتي فارم کې د غنمو څو ډوله تخمونه ترڅېړنې لاندې نیول دې چې ښه حاصلات ورکوي.

د یاد ریاست د تخمونو څارنې مدیر قدرت الله مل کلید ته وویل، چې دوي د راتلونکي کال لپاره  ددې ولایت کروند ګرو ته د غنمو هغه اصلاح شوي تخمونه به ورکړي چې د نورو تخمونو په پرتله د ښه حاصلات د ورکړې وړتیا لري.

«فعلاٌ اوس د غنمو وخت دې موږ څو ډوله دغنمو تخمونه تر څېړنې لاندې نیولي دي او د غنمو ترڅنګ په بېلا بېلو موسمونو کې نور نباتات هم تر تحقیق او څیړنې ورباندې کوو هغه تخمونه بیا کروندګرو ته ورکوو چې ښه حاصلات ورکوي»

په ورته  وخت کې بیا د بولان تحقیقاتي فارم کې د کرنې د برخې مسوول محمد خان بیا وایي چې په هره کال کې په دغه تحقیقاتي فارم کې ډېرې تخمونه تر تحقیق او څیړنې لاندې نیول کیږي چې معلومه کړي د کوم تخمونو حاصلات ښه دي.

«په دغه تحقیقاتي فارم کې هغه تخمونه موږ ته معلوم دي چې کوم ښه حاصلات ورکوي هغه تخمونه بیا چې ښه نتیجه ورکړې بیا هغه بیا کروند ګرو ته په واک کې ورکول کیږې»

بلخوا بیا ددې ولایت کروندګر د کرنې ریاست د تحیقاتي فارم د تخمونو نتیجې د نورو عادي تخمونو په نسبت ډېرې ګټورې بولي.

هغوي وایې که چیرې دوې ته  یاد تحقیقاتي فارم د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړي د دوی د غنمو حاصلات به دوه برابره زیات شي.

«موږ په خپلو ځمکو کې د غنمو حاصلات راټوله وه؛ خو ګورو چې څنګه تخم ښه حاصلات ورکوي خو سږکال بیا وچکالۍ هم ده اوس اوبه د برمو دې خو په دغه کال کې د غنمو د حاصلاتو خوند نشته »

د یادونې وړ ده په هلمند کې هر کال پر۱۲۰۰۰۰زره هکتاره ځمکه غنم کرل کیږې چې کروندګر په کلني ډول  لږ تر لږه له ۵- تر ۶ سوه  زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA