ads

د عطاالله فیضاني د اووم ځل زنداني کېدو ۴۹م تلین

د یکشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې د علامه محمد عطاالله فیضاني د اووم ځل زنداني کېدو ۴۹ تلین په مناسبت جوړه شوې، غونډه کې چې لسګونو علماوو، د پوهنتون استادانو، دعلومو اکاډمۍ غړو، لیکوالانو اوعامو خلکو پکې ګډون کړی و، د علامه فیضاني په مبارزو، د اسلامي ټولنو په ځانګړې توګه د افغانستان د پرمختګ د وخت له یرغلګرو سره په مبارزو او د ده په ربړونو خبرې وشوې.

فضل هادي حمیدي
28 لیندۍ 1400
د عطاالله فیضاني د اووم ځل زنداني کېدو ۴۹م تلین

د علومو اکاډمۍ غړی دوکتور نورالله کوثر وایي، علامه فیضاني له خپلو ۵۱ لیکلو آثارو څخه په یوه کې لیکلي چې د اسلامي ټولنو او هېوادونو د انحطاط او بدبختیو یوازینی او لوی لامل له الله ج څخه د انسانانو واټن نیول دي.
نوموړی وایي، اوس چې د نړۍ شاوخوا دوه میلیارده مسلمانان غیرمسلمانو هېوادونو ته اړ دي، علت یې همدا دی چې په خپل دین او الهي اوامرو یې عمل نه دی کړی:
«دوه میلیارده مسلمانانو شرق او غرب ته د سوال لاس اوږد کړی، په داسې حال کې چې الله ج ټولې طبعي سرچینې د مسلمانانو په سیمو کې پیدا کړې دي، ولې؟ له الله ج سره اړیکه نه جوړولو موږ د الله ج د بندګانو پروړاندې خوار او ذلیل کړي یو، کله چې انسان له خپل خدای ج څخه لرې شي، نو خدای ج بیا انسان د انسانانو پښو ته غورځوي.»
په ورته وخت کې په داسې حال کې چې اوس مهال تر بل هر وخت افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د علامه فیضاني د فرهنګي مرکز غړی عبدالولي ناصري وایي، علامه فیضاني د هېواد د پرمختګ او ستونزو د له منځه وړلو لپاره بهرنۍ مرستې ګټورې نه بولي او ټینګار کوي چې په ټولو اسلامي ټولنو کې باید علمي او ایماني ځواک پیاوړی شي:
«جناب علامه فیضاني د هېواد د علیاو مصالحو او پرمختګ لپاره او د ستونزو په له منځه وړلو کې بهرنۍ مرستې ګټورې نه بولي، تل د دوی ټینګار د هېوادوالو د علمي او ایماني ځواک په پیاوړتیا و.»
دغه راز د پوهنتون استاد سیدمبین هاشمي د علامه فیضاني لیکلو آثارو پربنسټ وایي، اسلامي ټولنې هغه وخت له ستونزو او بدبختیو سره مخ کېږي چې الهي اوامر پکې عملي نه شي، اسلامي قانون نه وي، په ټولنه کې بې عدالتي، نفاق، د حکامو ظلم او کار اهل کار ته نه سپارل وي نو هغه ټولنې له ناخوالو او زوال سره مخ کېږي.
هاشمي د علامه فیضاني د لیکلو آثارو پربنسټ وایي، چې اسلامي هېوادونه باید یو له بل سره په هره برخه کې همکاري ولري:
«علامه فیضاني وایي، که اسلامي هېوادونه یو له بل سره همکاري او مرستې ونه کړي، نو ټولنه خرابېږي، د افغانستان حالات موږ ټولو ته معلوم دي، که اټکلي ووایو، ۳۵ میلیونه انسانان په دغه خاوره کې ژوند کوي، شاید په دې وروستیو میاشتو کې یې ۹۰ سلنه د بېوزلۍ ترکرښې لاندې وي، نه صدقه ورکوي، نه خیرات ورکوي، نه زکات ورکوي او نه هم اسلامي هېوادونه یو د بل د لویو سیاسي پروګرامونو ملاتړ کوي، تاسو یو ځل لویدیځ هېوادونه وګورئ، څومره سازمانونه یې جوړکړي، ټول یو د بل د ملاتړ لپاره.»
مولانا محمد عطاالله فیضاني د میا خیرمحمد کاکړ زوی و، چې په ۱۳۰۲ کال کې په هرات کې زېږېدلی دی او په خپل ژوند کې یې د اسلامي ټولنو د پرمختګ او زوال د لاملونو او حل لارو په اړه ۵۱ آثار لیکلي چې آثار یې ټول د قران کریم او احادیثو پربنسټ لیکل شوي دي.
علامه فیضاني له ۱۳۳۸ ل کال څخه تر ۱۳۵۲ ل کاله پورې د وخت د حکومتونو له خوا له دې کبله چې ازادي غوښتونکی و او د غیراسلامي مفکورو سره یې مبارزه کوله اووه ځله بندي شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA