د یاد ولایت له امنیه قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت ځواکونو د هرات ولایت د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې دوه تنه د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شوو کسانو څخه یو غلا شوی موټرسایکل تر لاسه شوی او د اسنادو تر کتلو وروسته خپل اصلي څښتن ته سپارل شوی دی.
بلخوا، د هرات ولایت په نهمه ناحیه کې دوه تنه د موبایلونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شوو کسانو شپږ سیټه موبایلونه او یو موټرسایکل تر لاسه شوي دي.
خبرپاڼه وایي، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د اسلامي امارت سرتېرو تر څېړنو لاندې دي.