ads

«په هلمند کې د ۱۰۷ جنایي پېښو مخه نیول شوې»

د هلمند د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي عبدالله روحاني د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، د تېرو دوو میاشتو په جریان کې هلته د ۱۰۷جنایي پېښو مخه نیول شوې ده.

حضرت محمد روحاني
24 لړم 1400
«په هلمند کې د ۱۰۷ جنایي پېښو مخه نیول شوې»
هلمند

د هغه په وینا، د یادو جنایي جرمونو په تور په لسکونه کسان نیول شوي او هغه کسان یې عدلي او قضایې بنسټونو ته پېژندلي چې په جنایي جرمونو تورن وو.
ده زیاته کړه چې په همدې موده کې هغوی ته ۷۲ حقوقي قضیې هم راغلي او پر څېړنو یې کار روان دی.
په هلمند کې هغه کسان هم تر ډېره نیول شوي چې په نشه‌یي توکو روږدي وو او وخت ناوخته به یې خلکو ته ستونزې جوړولې.
هېوادوال هم په دې برخه کې د امنیتي او اړوندو بنسټونو د هڅو پر پراختیا ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA