ads

په هرات کې د جنایي جرمونو په تور ۴۰ تنه نیول شوي

د هرات د استخباراتو ریاست خبر ورکوي چې په تېره یوه میاشت کې یې هلته د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۴۰ تنه نیولي دي.

محمدخان بریال
18 لړم 1400
په هرات کې د جنایي جرمونو په تور ۴۰ تنه نیول شوي
د دغه ریاست په پرونۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د وسله والو غلاوو، تښتونو او د اسلامي امارت له نوم څخه د ګټې اخیستنې په تور د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې نیول شوي دي.
د هرات د استخباراتو یو تن غړي ثابت هروي وایي، په نیول شوو کسانو کې ۱۳ تنو په تښتونو، ۲۰ تنو په وسله والو غلاوو او اوو تنو نورو بیا د اسلامي امارت له نوم څخه  په ګټې اخیستنې کې لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو او نورو جنایي جرمونو ترسره کېدو کچه تر پخوا لوړه شوې ده، خو اسلامي امارت یې بیا د مخنیوي خبر ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA