ads

په ننګرهار کې امنیتي تدابیر؛ رېکشا چلونکي دې وسله وال نه لېږدوي

د ننګرهار ولایتي ادارې تازه پرېکړه کړې چې تر دې وروسته په جلال اباد ښار کې رېکشا چلوونکي نه شي کولی وسله وال کسان له يوه ځای نه بل ځای ته ولېږدوي.

فقیر محمد فقیرزی
17 لړم 1400
په ننګرهار کې امنیتي تدابیر؛ رېکشا چلونکي دې وسله وال نه لېږدوي

د والي وياند قاضي مُلا عادل وایي، دا پرېکړه يې د هدفي وژنو د مخنيوي په خاطر کړې او د پرېکړې له سرغړونکو سره به سخت قانوني چلند تر سره شي.
نوموړي د اسلامي امارت ځواکونو ته هم لارښوونه کړې چې په رېکشاوو کې له وسله وال ګرځېدو ډډه وکړي.
«د ننګرهار د والي په لارښوونه رېکشاوو کې د وسله والو کسانو پر ګرځېدو او لېږدولو بندیز لګېدلی، د اسلامي امارت مجاهدینو ته هم سپارښتنه شوې، چې له دې وروسته په رېکشاوو کې ونه ګرځي، سرغړوونکو سره به سخت چلند وشي.»
بل لورته بیا رېکشاچلوونکي له دې پرېکړې خوښ دي، خو اندېښنه يې دا ده که وسله وال کسان ونه لېږدوي، ښايي له سخت غبرګون سره مخ شي.
رېکشا چلوونکي نويدالله له کلید سره په خبرو کې وویل:
«مثلا زه رېکشاوان یم مزدورۍ ته راغلی یم، که یو طالب لاس راته ونیسي څنګه هغه منع کړم، که ډز راباندې وکړي یا ومې وهي بیا څوک يې ځواب وایي.»
دوی وایي، که اوسنی حکومت خپلو ځواکونو ته ځانګړی لباس وټاکي، نو دوی به وکولای شي د مسووله او غيرمسووله وسله وال کس توپير وکړي.
«اسلامي امارت باید خپلو ځواکونو ته منظم لباس په تن کړي چې موږ د مسووله او غیر مسووله وسله وال کس پېژندنه وکړو او دوی ته خبر ورکړو.»
په ورته وخت کې د نظر خاوندان هم دا پرېکړه سمه بولي او وايي په عملي کېدو سره به يې په ښار کې د هدفي وژنو يو څه مخه ونیول شوي.
لیکوال او ژورنالېست سباوون ساحل کلید ته وویل، که څه هم په اوس وخت کې د دې پرېکړې عملي کېدل به سخت وي، خو په خبره يې که د اسلامي امارت مشران خپلو ځواکونو ته هدایت وکړي چې په رېکشاوو کې ونه ګرځي؛ ښايي رېکشاچلوونکو ته اسانه شي.
(( زه فکر کوم که اسلامي امارت خپلو مجاهدېنو ته خبر ورکړي چې نور په رېکشاوو کې مه ګرځئ دا يوه ښه پرېکړه ده، رېکشاوان غریب سړی دی مزدورۍ ته راوتلی او باید خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کړي.))
د ننګرهار ولایتي اداره وروسته له هغې دا پرېکړه کوي، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي او د عامو خلکو په باور ډېری وسله والو له رېکشاوو په استفادي دا ډول بریدونه ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA