ads

بېکارۍ ډېری افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي

په افغانستان کې د بېکارۍ او ټیټ اقتصادي حالت له امله ډېری ځوانانو ته رواني او ذهني ناروغۍ پیدا شوې دي.

تاج ولي غورځنګ
16 لړم 1400
بېکارۍ ډېری افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي

دغه ډله ځوانان چې د کورونو مسوولیتونه ورپه غاړې دي وایي، د کار نشت او کمزوري اقتصادي حالت یې د ژوند ټولې چارې ورګډې وډې کړې دي.
د دوی په وینا، له تېرو څو میاشتو راهیسې بېکاره دي او له امله یې ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
سید حکیم هاشمي هغه ځوان دی چې د یوې وړې کورنۍ مسوولیت ور په غاړه دی. نوموړی وایي، بې‌کارۍ او ټیټ اقتصادي حالت یې د سترګو خوب تښتولی او هره ورځ ځورېږي، چې څه به کوي؟
هاشمي د افغانستان له اسلامي امارت غواړي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د خلکو اقتصادي حالت درک کړي.
«د اسلامي راتګ وروسته په هېواد کې بې روزګاري زیاته شوې او ګڼ ځوانان یې له سختو ستونزه سره لاس او ګریوان کړي. تاسې ته معلومه ده چې ډېری ځوانان بې کارۍ له امله اړ شوي ترڅو خپل وطن پرېږدي او ځینې خو ان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.»
په ورته مهال محمد طاهر هم هغه ځوان دی چې د بېکارۍ او ټیټ اقتصادي حالت له امله د رواني فشارونو ښکار شوی دی.
نوموړی وایي، څو میاشتې وړاندې یې کار روان و او د کور اړتیاوې یې پوره کولای شوې، خو په وینا یې، دا څو میاشتې کېږي چې بې روزګاره دی او نشي کولای د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
محمد طاهر هم د افغانستان له اسلامي امارت د کار غوښتنه کوي او زیاتوي، که ځوانانو ته د کار زمینه برابره نشي، ښایي په رواني ستونزو اخته شي.
«بې روزګاري او ټیټ اقتصاد د ځوانانو ملاوې ماتوي ځکه ډېره سخته وي چې د کورنۍ مسوولیت درله درغاړې وي او ته کار نه لري او اقتصادي حالت دې هم ښه نه وي.»
د پوهنتون استاد او روان‌پوه شرف الدین اعظیمي وایي، بېکاري نه یوازې د ځوانانو په رواني اړخ بد سیوری غوړي، بلکې نشه یي توکو او جنایي جرمونو ته یې هم هڅولی شي.
نوموړي په ډې تړاو کلید ته وویل،
«بې روزګاري، ټیټ اقتصادي حالت د ټولنې مهمه برخه چې هغه ځوانان دي، سخت ځپي او د دوی د ژوند هېلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې کوي، هېله ده چې د ټولنې دغه ستونزه هواره شي. دا نه یوازې ځوانان په رواني، بلکې نورو اړخونو لکه نشه یی توکو، جنایي جرمونو ته هڅوي.»
بل لورته د افغانستان اسلامي امارت بیا وایي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره په هېواد کې د بې کارۍ او لوږې مخه ونیسي.
د سلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي، د دولتي ادارو د کارونو د پیلیدو، د ځينو پروژو د بیا پرانیستې او دغه راز له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیلدو سره به د بې کارۍ مخه ونیول شي.
نوموړی دا هم وایي، په کابل کې یې ۴۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم غځوي.
«د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې د بې کارۍ او لوږې مخه ونیسي. تاسې خبر یاست چې موږ په تېرو څو ورځو کې د کابل په ځینو ولسوالیو کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړه او هڅه کوو چې دغه لړۍ تر نورو ولایتونو هم وغځوو. له ګاونډیو هېوادونو سره غواړو سوداګریزې اړیکې پراخې کړو چې دا هم کولای شي چې د بې رزوګارۍ په مخنیوي کې ښه اغیز ولري.»
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د بې کارۍ او ټیټ اقتصادي حالت له امله د ځوانانو اندېښنې زیاتې شوې دي. په ټولنیزو رسنیو کې هم وخت ناوخت داسې راپورونه ورکول کېږي چې ځینو کسانو د بې کارۍ او ټیټ اقتصادي حالت له امله ځان وژنه کړې او ډېر شمېر نور بیا د وطن پرېښودلو ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA