د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وایي، د کرونا ویروس له تازه مثبتو پېښو سره په دغه هېواد کې پر دې وبا د اخته کسانو شمېر تر پنځه میلونو څخه وواښت.
دی زیاتوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۷ تنه له دې وبا څخه مړه شوي چې په دې سره په ترکیه کې د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲زره او ۵۲۴تنو ته ورسېد.
نوموړي همدارنګه ویلي، په ترکیه کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی، چې تر دامهاله ۱۰۶ میلیونه ۸۹۳ زره او ۷۲۶ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۳۰ میلیونه ډېر شوی او له څلور میلیونه څخه زیات کسان ترې مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ