ads

د هېواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر خوست ته تللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي نن خوست ولايت ته سفر وکړ.

شمس الرحمن شمس
2 تله 1400
د هېواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر خوست ته تللی

نوموړی به په دغه سفر کې د خوست له والي محمد نبي عمري سره په ياد ولایت کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې اترې ولري.

د طالبانو واک ته له رسېدو راورسته دا لومړی لوړ پوړی چارواکی دی چې خوست ولایت ته سفر کوي اویاد ولایت له ولسونو سره له نږدې ګوري.

دا سفر داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د خوست یو شمېر اسېدونکو د اسلامي امارت په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالو یې وغوښتل چې پر افغانستان اوسنی حاکم نظام په رسمیت وپېژني او په دې هېواد کې نور له لاسوهنو تېرشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA