نوموړي د طالبانو پر حکومت اعتراض کړی او په افغانستان کې یې په مشروط ډول د کار کولو وړاندیز کړی.
هغه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو سرپرسته کابینه ټولشموله نه ښکاري، ده وړاندېز کړی که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، نو حاضر دي چې ورسره کار وکړي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د وږي یا سنبلې میاشتې پر ۱۶مه د ملاحسن اخوند په مشرۍ د افغانستان د سرپرست حکومت کابینه اعلان کړه.
په اعلان شوې کابینه کې ملاحسن اخوند د رییس الوزرا، ملا عبدالغني برادر لومړی او عبدالسلام حنفي د دویم مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
اسلامي امارت وایي، اعلان شوې کابینه یې ټولشموله ده او ټولو قومونو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ