د دوی په وینا نن پنجشنبه یې هم خپل کارونه پیل کړي دي او د ورځې تر پایه به دوام کوي.
دغو کاروکوونکو له خلکو غوښتي چې له ګڼې ګوڼې څخه ډډه وکړي او ډاډ ورکوي چې ټولو ته به پر وخت رسېدګي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبریالانو ته ویلي و، چې ټول خصوصي او دولتي بانکونه به ژر خلاص شي او خلکو ته به د تېر په څېر خپل خدمات وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ