ads

پاکستان کې کورونا ۸۰ تنه مړه کړي

د پاکستان روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد ۳۷۷۲کسان پر کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او په همدې موده کې ترې ۸۰ تنه مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
1 ساعتونه وړاندې
پاکستان کې کورونا ۸۰ تنه مړه کړي

د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له کورونا ویروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له ۲۵زره اوښتی او تر اوسه پورې له ۱۱۲زره څخه زیات کسان په دې وبا اخته شوي دي.

د پاکستان حکومت د درېیمي څپې د کابو کولو لپاره یو شمېر بندیزونه هم لګولي، خو بیا هم پکې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۱۱میلیونه ډېر شوی او  څلور میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA