ads

نامعلومه وسلوالو پر افغان او بهرنیو ځواکونو وسلوال برید کړی

ناپېژانده وسلوالو د کابل په هوایي ډګر کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي دي چې په پایله کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوړلې.

شمس الرحمن شمس
20 دقیقې وړاندې
نامعلومه وسلوالو پر افغان او بهرنیو ځواکونو وسلوال برید کړی

په هوایي ډګر کې د جرمني پوځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پېښه نن دوشنبه رامنځته شوې او د برید پایله کې یو ساتونکی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا برید د کابل هوایي ډګر شمالي دراوزه کې شوی، په داسې حال چې زرګونه افغانان د بهر تلو لپاره یادې دروازې ته راټول شوي و.

په هوایي ډګر کې د ناټو دوو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې “ټولې دروازې تړل شوي او هوایي ډګر کې دننه حالت کابو دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA