ads

مجاهد: په ټول هېواد کې امن قایم دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوی په راتګ سره د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې بشپړ امنیت راغلی او تر اوسه له هېڅ ولایت څخه د مرګ میر خبر نه دی خپور شوی.

شمس الرحمن شمس
18 دقیقې وړاندې
مجاهد: په ټول هېواد کې امن قایم دی

نوموړي یو وار بیا هغه خلکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ کوم چې له هېواده د بهر تللو په نیت د کابل په هوایي ډګر کې شپې او ورځې تېروي.

مجاهد زیاته کړه، اسلامي امارت ټولو هغو خلکو ته عفوه کړې کوم چې د دوی پر ضد جنګېدلي دي؛ خو بیا هم دوی وېره لري.

نوموړي له دیني عالمان وغوښتل چې د خلکو دغه وېره ختمه کړي او هغوی ته د ژوند کولو ډاډ ورکړي.

ذبیح الله مجاهد همدارنګه د خپلو خبرو په دوام ټولو دولتي مامورینو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په څېر به خپلو دندو ته دوام ورکوي او هیڅ کس به له دندې نه ګوښه کېږي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې طالب مشران د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره په مشورو بوخت دي خو تر اوسه په دې برخه کې ورستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA