دوی له افغان سياسيونو او خلکو غواړي چې د جوړېدونکي حکومت ملاتړ دي په کلکه وکړي ترڅو د بل پیل کېدونکي جګړې لپاره بهانه پیدا نه شي.
افغان سياسيون د طالبانو چارواکي له تېرو څو ورځو راهیسې په خپل منځ کې په سلاح مشهورو بوخت دی ترڅو يو داسي ټولشموله او اسلامي حکومت جوړ کړي چې هم په کور دننه ټولو افغانانو او هم نړيوالو ته د منلو وړ وي.
له دې سره د ارزګان اوسېدونکي هم له طالب چارواکو غواړي چې يو پراخه بنسټه او ټولشموله حکومت دي ورته جوړ کړي.
د ارزګان اوسېدونکي وايي له جنګونو، وژنو او ویرونو ستړي شوي او نه غواړي چې دا ځل په بل نوم او بله بڼه په هېواد بل پردی جنګ پیل شي.
دوی له طالب مشرانو د زغم د یو او بل منلو او ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کوي.
د ارزګان يو اوسېدونکي احسان الله همت وایي: «له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې په هېواد کې د یو ګډ شموله حکومت جوړېدا لپاره هلې ځلې وکړي، څو په کې ټول افغانان ځانونه و ویني او پرې باورې شي چې دا حکومت زموږ دی. که خدای مه کړه طالبان په یوازې ځان حکومت جوړ کړي، نو افغانستان به یو بل ناورین ته داخل شي.»
عام افغانان له افغان سیاسیونو هم غواړي چې نور له خپلو شخصي غوښتنو او ګټو تېر شي، او په هېواد کې د یو مرکزي او ځواکمن حکومت په جوړیدا کې طالب مشرانو سره همکاري وکړي، څو ټول هیوادوال په ارامه ژوند وکړي.
ملکي افغانان وايي د حکومت د جوړيدو نه اعلان خلک سخته انديښمن کړي او ورځ تر بلي هېواد اقتصادي رکود ته ځي.
په اړه يې عبدالواحید ځواک وايي: «افغان سياسيونو ته په کار ده چې نور د غلا فساد د مخنیوي لپاره د طالب چارواکو سره څنګ پر څنګ ودريیږي ترڅو د طالبانو راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره زمينه زيات برابره شي اوس موږ اورو چې پنجشير ولايت لاهم هڅه کوي چې جنګ وکړي که دوی د جنګ هڅه وکړي يو ځل به بیا کورنۍ جګړې پیل شي باید دغه ولايت نور د افغانانو راژوندۍ شویو هيلو ته وګوري او جنګ ونه کړي»
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي دوی په ټول توان هڅې پیل کړي دي ترڅو يو داسې نظام جوړ کړي چې د ټولو افغانانو حقوق ورسره خوندي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


