ads

جلال اباد ښار کې د بانکونو تړل کېدو د ولسي خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي

ولسي خلک وایي، له شاوخوا یو اوونۍ راهیسې د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په جلال اباد ښار کې هم ټول دولتي او خصوصي بانکونه تړل شوي دي، چې له امله یې نه یوازې د خلکو ورځڼۍ چارې تکنۍ شوي بلکې د خوراکي او نورو د اړتیا وړ توکو بیې هم ورسره څو چنده لوړې شوي دي.

جان اغا صالح
24 دقیقې وړاندې
جلال اباد ښار کې د بانکونو تړل کېدو د ولسي خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي

ډیره اندیښنه د هغه کسانو ده چې په پخواني حکومت کې دنده ترسره کړې او تراوسه یي معاشونه ترلاسه کړي دوی له طالب چارواکو د بانکونو د ژر پرانیستل کیدو غوښتنه کوي.

«دا دویمه اوونۍ ده چې ټول ننګرهار کې بانکونه تړل شوي او ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي،د بانکونو تړل کیدو خلک له لوی کړاو سره مخ کړي هیله ده چې بانکونه ژر بیرته خلاص شي، د زیاتره خلکو معاشونه په بانکونو کې بند پاتې دي او خلک له یو لوی اقتصادي بهران سره مخ دي، که چیرې بیرته بانکونه خلاص نشي نو خلک به له ډیرو سختو ستونزو سره مخ شي.»

د بانکونو تړل کیدو ننګرهار کې پر سوداګرۍ هم منفي اغیز کړی.

د جلال اباد ښار د کسبګرو او اصنافو اتحادې مشر عزیز الرحمن عرب وایي، د بانکو بندښت یې سوداګري زیانمنه کړې او هم اندیښنه لري که بانکونه په نیږدې راتلوونکې خلاصل نشي د خوراکي توکو بیې به نورې هم لوړې شي.

عزیز الرحمن عرب زیاته کړه:«په جلال اباد ښار کې د بانکونو تړل کیدو سوداګرۍ هم زیانمنه کړې او سوداګرو ته یې لوی زیان اړولی دی او مونږ تمه لرو چې ژر به بانکونه پرانیستل شي او که چیرې ژر دې برخې ته کار ونه شي نو بیا به د توکو بیې هم لوړې شي او په خصوصي بانکونو نورو دولتي بانکونو به د خلکو باور هم راکم شي له شته حکومت غوښتنه کوو چې بانکونه ژر پرانیزي.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښار د صرافانو ټولنه وايي، په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول را ټیټ شوی دی.

د یادې ټولنې مرستیال حاجي غلجی وایي، د بانکونو تړل کیدو پر کاروبار منفي اغیز کړی.

د جلال اباد ښار د صرافانو د اتحادې مشر حاجي غلجي زیاته کړه:« جلال اباد کې د بانکونو تړل کیدو صرافان هم اندیښمن کړي او کاروبار یې بیخي ټکنی کړی دی ځکه د صرافۍ او بانکونو اړیکه سره نیږدې ده که چیرې بانکونه خلاص نشي نو زیاتره صرافان به مالي زیان وګوري، که څه هم اوس ورته په ورځنۍ ډول هر صراف ته زر ګونه افغانۍ زیان اوړي نو تمه ده چې دا ستونزه ژر حل شي.»

بل لور ته د افغانستان مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو او دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایې، چې ټاکل شوې په نیږدې ورځو کې په ټول هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.

 نوموړی وایي، چې د «نوي حکومت» په رامنځته کې سره مالي او اقتصادي چارو ته د رسېدو په هدف د مالیې وزارت د رهبرۍ په کچه یو کمېسیون رامنځته شوی او په دې اړه یې خپل کار پيل کړی دی.

رفیع تابع زیاته کړه« یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی او د دغه کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې ټول ملکي مامورین چې د نوي حکومت له پيل سره خپلو دندو ته راځي، ټول معاشونه او امتیازات یې د تیر پلان مطابق بیرته هغوی ته ورکول کیږي او هم به په نیږدې وخت کې ټول بانکونه پرانیستل شي»

د بانکونو له تړل کېدو سره په هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو، ګازو، ډېزلو او پټرلو بیې هم لوړې شوې دي، چې خلک یې له طالب چارواکو په دې برخه کې دجدي اقداماتو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA