صالح یکشنبه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبان دا مهال د پنجشېر په دروازه کې راټول شوي، خو ادعا کوي چې ‘د مقاومت ځواکونو ‘ د سالنګ لاره تړلې ده.
امرالله صالح د پنجشېر ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې لیکلي، “داسې سیمې هم شته چې باید له ورتلو ډډه وشي “.
یاده دې وي چې امرالله صالح پر کابل د طالبانو له ولکې سره سم له پلازمېنې وتلی او دا مهال ادعا کوي چې په افغانستان کې دی او د طالبانو پر ضد د پوځي مقاومت په منظمولو بوخت دی.
نوموړي بیا بیا ټینګار کړی چې په هېڅ صورت به طالبانو ته تسلیم نشي او نه به هم دې ډلې سره پر یوه مېز کېني.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې بغلان کې یې تصفیې عملیات پیل کړي او د بغلان ولایت بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ په بشپړه توګه مقاومت کوونکو څخه تصفیه کړې ده.
د مجاهد په خبره طالبانو د تخار، بدخشان او اندراب له استقامتونو څخه د پنجشیر په دروازو کې ځای په ځای شوي.
د سالنګ لاره خلاصه ده او پنجشیر کې تر محاصره لاندې دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

