د ښار له ډیرو برخو هغه کانکریټي دیوالونه لرې شوي، چې د طالبانو د بریدونو له ویرې پرې جوړ شوي وو، سملاسي ښکاري چې نوروه په دې ښار کې د بریدونو ویره نشته او خلک عادي ژوند ته ګرځیدلي دي.
« تیره اوونۍ چې جمهوري نظام رنګ شو او طالبان واک ته ورسیدل د هیواد د نورو ولایتونو په شان جلال اباد ښار او ولسوالیو کې خلکو خپل عادي ژوند پیل کړی او خپل روزګار پسې راوتلي دي، هیڅ ویره او ډار نشته، چې څوک به له چا غلا وکړي او یا به کوم ځای کې چاودنه وشي، ژوند عادي دی او له خلکو غوښتنه کوو، چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او پخپله هیواد جوړ کړي.»
ښار کې حالت عادي کیدو ته لاره جوړیږي چاودنې، غلاوې او نورې اندیښنې هم ختمې شوي.
تر ډیره حکومتي مامورین دندو ته ګرځیدلي او ولایتي ادارې هم په خپله فیسبوک پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له ویرې دې د ژوند عادي چارې پیل کړي.
خو ولسي خلک وایي، له تیرې اوونۍ راهیسې که ورځ تر بلې که حالت ښه کیږي خو د خوراکي توکو بیې تر پخوا لوړې شوي، چې دوی د نرخونو د کنترول غوښتنه کوي.
« له تیرو څو ورځو راهیسې جلال اباد ښار او ټولو ولسوالیو کې د خوراکي توکو بیې ترپخوا څو چنده لوړې شوی، چې بیوزله او غریب خلک یې د اخیستو توان نه لري، د وړو، غوړیو، بورې، لوبیا او سون توکو بیې لوړې شوي، له ښاروالۍ او ولایتي ادارې غوښتنه کوو، چې نرخونه دې سر له اوسه کنترول کړي او هغه څوک چې له ټاکلې نرخنامې سرغړونه کوي باید جریمه شي.»
په همدې حال کې د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو اتحادې مشر عزیز الرحمن عرب هم مني، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي خو خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په نیږدې وخت کې به نرخونه کنترول او سرغړونونکو ته به یې سخته سزا ورکړل شي.
عزیز الرحمن عرب زیاتوي:« د تحول په رامنځته کیدو سره په جلال اباد ښار کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوي او دا خبره مونږ هم منو، خو ستونزه دا ده، چې اوس وخت کې سوداګري هم بنده او د همدې امله د توکو بیې لوړې شوي، خو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې له څو اوونیو وروسته به د خوراکي توکو بیې تر پخوا هم راکمې شي او لامل یې دا دی چې دوی اوس سوداګروته اسانتیاوې برابرې کړي او هم یې کوم ټکس به چې سوداګرو ورکاوه هغه نه اخیستل کیږي.»
د طالبانو له راتګ وروسته په ننګرهار کې د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.
خلک خوښ دي چې امن دی خو ټینګار کوي چې چارواکي دې عامو ولسونو ته کاري زمینې برابرې کړي او د دوی ستونزو ته دې پر وخت رسیده ګي وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


