ارزګان کې په تېرو شلو کالونو کې ۶ خصوصي راډيوګانې او يو ټلويزون د کار کولو جواز درلود او همدارنګه یوې چاپي رسنۍ هم کار کاوه؛ خو اوس یې مالي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کيدو وروسته ټول افغان راتلونکي حالت ته انديښمن دي او د طالبانو څخه بیلابیلې غوښتني لري.
ارزګان کې د خصوصي رسنيو مسولين وايي د طالبان تر واکمن کېدو وروسته د موسیساتو لخوا ورباندي د اعلاناتو پروژې تړل شوې دي او انديښمن دي چې د مالې بحران سره مخ نه شي.
دخصوصي رسنيو استازي له طالبانو غواړي چې د رسنيو د فعاليت لپاره دي د رسنيو کلک مالې ملاتړ وشي.
په ارزګان کې د يوې خصوصي راډيو مدير مسول حکمت الله حکيمي وويل«اسلامي امارت باید د رسنيو ملاتړ وکړي په تېر حکومت کې د رسنيو اقتصادي حالت لږ ښه وه خو اوس موسیسات تړل شوي دي د رسنيو اقتصادي حالت د ګواښ سره مخ دی ممکن په هېواد کې ډېر شمېر رسنۍ وتړل شي خو طالبانو ته په کار ده چې د رسنيو سره په مالي برخه کې مرسته وکړي»
په ورته وخت کې يو شمېر نورځايي خبريالان بیا له طالبانو غواړي چې د رسنيو نشرات محدود نه کړي او د بیان ازادۍ ته پاملرنه وکړي.
په ارزګان کې ميشت خبريال بريالی انصاري وايي پر رسنيو يو شمېر محدوديتونه لګېدلي دي خو په ګوته نه کړل چې د کوم ډول محدوديت مخنيوي باید وشي.
انصاري وايي«زه د خبريال په توګه لومړی غوښتنه کومه چې رسنيو ته بشپړه ازادي ورکول شي او پر هغويي بنديزونه ونه لګول شي او هغويي خپل فعاليتونه مخ ته يو سي په ارزګان کې يو شمېر محدوديتونه شته چې د خبريالاون له کار څخه نا راضه شوي دي او نه غواړي چې په دغه ډول خپل کار مخي ته يو سي»
وحيد واحيدي بیا په ارزګان کې بل سيمه ېيز خبريال دی چې له تېرو څو کلونو څخه په دغه ولايت کې د خبريال په توګه کار کوي.
نوموړی اندېښنه لري چې د بیا د ازادی په برخه کې شل کلنې لاسته راوړنې له لاس ورنه کړي.
هغه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دبیان د ازادۍ ملاتړ وکړي د رسنيو مالي برخې ته پاملرنه وکړي او خبريال د بې طرفه خبر رسولو ته پريږدي.
واحيدي وويل«د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې دغه زموږ فعاليتونه چې موږ مخکې ترسره کول هغه اوس هم ترسره کوو ترڅو موږ بې طرفه ډول خپل فعاليتونه مخ ته يوسو د طالبانو وياندويان بايد موږ ته پر وخت معلومات راکړي ترڅو موږ يې پر وخت تر خلکو وروسوو»
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د رسنيو فعاليت ته اجازه ورکړه او زياته يې کړه چې د بیان ازادي ته دوی ژمن دی.
خو د رسنيو څخه يې غوښتنه وکړل چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې دي خپل نشرات په بي طرفه ټوکه وکړي او د هېواد په ګټه دي خبرونه نشر کړي.
تازه تېره ورځ د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ بسټونو په کابل کې د زبیح الله مجاهد سره تر يوې ناستي وروسته يوه درې اړخيزه باصلاحيته کميټه جوړه کړه ترڅو د خبريالانو ستونزو ته پر وخت لاس رسی وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


