په خوست کې د طالبانو د اسلامي امارت مرستیال والي مولوي محمدالدین شاه محبت وایي، له دې وروسته به ټولې هغه لارې چې پخواني حکومت د خطراتو او ځان ساتنې په موخه بندې کړې وې، د ولس پرمخ خلاصې شي.
هغه زیاتوي د اسلامي امارت موخه خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کول او ددوی غوښتنو ته ځواب ویل دي:
(( زموږ موخه خلکو ته خوشالي، ارامي او اسانتیاوې رامنځ ته کول دي، د مشکلاتو له برخې یو هم دا موانع ول، چې خلکو ته یې ستونزې جوړې وې، خو انشاءالله له دې وروسته به ټولې ستونزې هواریږي.))
په ورته مهال د خوست امنیه قومندان شریف وایي، ټول تجاران او کاروباریان دې خپلو کارونو ته مخه کړي او دوی ته د امنیت او اسانتیاوو د رامنځ ته کېدو ډاډ ورکوي:
(( د خوست ولس ته ډاډ ورکوو چې ټول خوستیان زموږ وروڼه دي، انشاءالله د خوست امنیتي تدابیر به نور هم کلک کیږي او دوی ته به په بشپړ ډول سهولتونه برابریږي.))
د خوست یو تن اسیدونکی حاجي شاوالي د طالبانو له دې کاره خوښي ښکاره کوي او زیاتوي، چې پدې سره به نه یوازې چې ګڼه ګوڼه کمه شي، بلکې خلکو ته به ګڼې اسانتیاوې هم برابرې شي:
(( هغه ازدحام چې په ښآر کې وه او ددې لارو د بندښت له کبله و، د لارو په خلاصون سره به دا ختم شي، ګڼه ګوڼه به راکمه او ستونزې به ورکې شي.))
نږدې دوه لسیزې کیږي چې په خوست کې امنیتي ځایونو ته نږدې عامه لارې د لویو موانعو پرمټ د خلکو پرمخ تړل شوي وې، خو اوس چې د اسلامي امارت مسولینو یې د لرې کولو لړۍ پیل کړې، خلکو هم ددې کار هر کلی کړی او غوښتنه کوي چې ټولې عامه لارې دې بیرته خلاصې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


