د خلکو کمزوری اقتصادي وضعيت او د ډېرو امکاناتو نشت له کبله ډېر کله داسې پېښ شوي چې پر کوېډ۱۹ د يوې کورنۍ د يوه غړي له اخته کېدو وروسته ټوله کورنۍ پرې اخته شوې ده.
ډېر کله داسې هم شوي چې يو کس د ډوډۍ پيدا کولو او خپل کارد دوام لپاره ډېر نور کسان پر دې ویروس اخته کړې دي.
دلته يو شمېر داسې کیسو ته اشاره کوو چې ښايي تر اوسه مو نهوي اورېدلي.
په همدې هدف مو له ۲۲ کلنې پېغلې اسما سره پر کوېډ۱۹ د هغې د اخته کېدو په اړه خبرې وکړې.
دا چې کرونا یې په لومړيو کې جدي نهګڼله وايي، کرونا ورته عادي مساله ښکارېده او صحي لارښوونو ته یې چندان پام نهکاوه.
دا د يو تن د واده په مراسمو کې پر کرونا اخته شوې وه او په کور کې بيا قرنطين لپاره د ډېرو امکاناتو نشت له امله د نوموړې د مور په ګډون د کورنۍ نور غړي یې هم پر کرونا اخته شول.
اسما په يوه خصوصي دفتر کې کار کوي او په وينا یې، خپل يو شمېر همکاران یې هم پر کرونا اخته کړي وو.
د نوموړې په خبره، اوس کرونا ورته جدي ښکاري او تر ډېره روغتيايي لارښوونې هم عملي کوي.
اسما وويل:
«ما ته کرونا په لومړي سر کې عادي مسله ښکارېدله، هېڅ مې جدي نهګڼله، د واده مراسمو ته لاړم، هلته مې هم هېڅ لارښوونې عملي نهکړې. دا څه د دې لامل شول چې زه پر دې ویروس اخته شم، په کور کې هم ډېر امکانات نه وو چې ما ځان قرنطین کړی وی، له ما نه یې زما مور او زما د دوې خويندې هم دغه ویروس ونيولې.»
يوه لويه ستونزه دا هم ده چې ډېر کسان پر کرونا اخته کېږي، خو د ناروغۍ حال چا ته نهوايي او همدا لامل کېږي چې ډېر نور کسان پر دغه ویروس اخته کړي.
ليدا نوروزي هم همداسې کيسه لري او پلار یې د ورته پېښې قرباني شوی دی.
له دې سره مې د همدې موضوع په اړه خبرې وکړې. ليدا وايي، پلار یې تکړه او ورزشکار سړی و، د کوچني اختر پر مهال د يوه خپلوان کور ته تللی و، ياده کرونۍ پر کوېډ۱۹ ناروغۍ اخته وه، خو چاته یې حال نهويل.
پلار یې له همدې ځايه پر کوېډ۱۹ اخته شو او له يو څه مودې وروسته د همدې ناروغۍ له امله ومړ.
د ليدا په خبره، له پلار څخه یې د کورنۍ نورو غړو ته هم ياد ویروس انتقال شوی و.
دا چې دې پېښې ډېره ناهيلې کړې وه، له کليد سره یې د خبرو پر مهال وويل، که يادې کورنۍ خپله ناروغي نهوی پټه کړې، نو نن به یې پلار ژوندی وی.
ليدا وويل:
«زما پلار د کوچني اختر پر مهال زموږ يو خپلوان کور ته تللی و، دغې کورنۍ ټول غړي پر کرونا اخته وو، دوی چا ته حال نهو ويلي، پلار مې له همدې ځایه پر دې ويروس اخته شو. پلار مې تکړه او ورزشکار سړی و، نو له همدې امله په لومړي سر کې کرونا پرې اغېز نهو کړی، خو وروسته یې چې وضعيت خراب شو، روغتون ته مو انتقال کړ او له بدهمرغه ومړ. له همدې کورنۍ څخه زموږ د زموږ نور ډېر خپلوان هم پر دې ویروس اخته شوي وو.»
يوازې دا دوه کیسې نه، بلکې ورته نورې ډېرې کیسې هم شته چې د درېيو څپو پر مهال پېښې شوې دي.
پر دغو کیسو سربېره، له داسې يوه کس سره مو مرکه وکړه چې د کرونا ویروس په لومړۍ څپه کې دوه ځلې پر دې ویروس اخته شوی و.
مستعار نومی محمد داوود په کابل کې په يوه دفتر کې کار کوي، دی وايي، لومړی ځل چې پر کوېډ۱۹ ناروغۍ اخته شو، د دفتر لخوا ورته رخصت ورکړل چې په کور کې ځان قرنطين کړي.
د نوموړي په خبره، په کور کې د کمو امکاناتو نشت له امله پهدې ونهتوانېد چې ځان په سم ډول قرنطين کړي او د کورنۍ له نورو غړو سره اړيکه ونهلري.
دی په لومړۍ څپه کې د دويم ځل لپاره هم پر همدې ویروس اخته شوی و، د ده په خبره، دويم ځل له دې وېرې چې د دفتر لخوا ونهشړل شي، اړ شو څو د کوېډ۱۹ جعلي نتيجه جوړه کړي، خپل مثبت ټيسټ یې د پيسو په واسطه منفي کړی و.
داوود چې له خپل دې کار څخه ډېر راضي او خوښ نهبرېښې ده، له کليد سره یې په خبرو کې وويل، له دې کار سره یې د خپل دفتر ځينې همکاران هم پر دې ویروس اخته کړل.
دی ټينګار کوي، د حکومت يا نورو سازمانونو او بنسټونو لخوا بايد داسې تظمين موجود وي، چې د قرنطين پر مهال دی خپله وظیفه له لاسه نهورکوي او يا هم په دې موده کې شته امکانات د دوی په اختيار کې ورکړي.
داوود وويل:
«زه دوه ځله پر کرونا ویروس اخته شوم، لومړي سر کې خو دفتر راته رخصت راکړ چې ځان قرنطين کړم، خو په کور کې بيا د ډېرو امکاناتو نشت له امله دغه ویروس له ما څخه د کورنۍ نورو غړو ته هم انتقال شو، دويم ځل چې اخته شوم، نو له دې وېرې چې دفتر راته ځواب رانهکړي، اړ شوم، څو جعلي د ټيسټ نتيجه جوړه کړم، خپل مثبت ټېسټ مې منفي کړ، ځکه مجبور وم نهمې غوښتل چې دنده مې له خطر سره مخ شي.»
پر دې موضوعاتو سربېره يو شمېر مدني فعالان بيا پهدې باور دي چې پر کوېډ۱۹ د اخته کسانو د ملاتړ په هدف د حکومت لخوا داسي سیسټم رامنځته شوی وای چې د ناروغۍ پر مهال یې دوی ته امکانات برابر کړي وی.
مدني فعالې زهره اميري کليد ته وويل، د خلکو بد اقتصادي او کرونايي وضعيت ته په کتو د داسې يو سیسټم رامنځته کېدل مهم دي.
اميري وويل:
«متاسفانه دا ستونزه ډېره جدي وه، ځکه زموږ خلک له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي، کله به چې پر کرونا اخته کېدل د امکاناتو نشت او ناسم اقتصادي وضعيت له امله دې ته اړ کېدل څو په کرونايي حالت کې لاړ شي او کار وکړي، حکومت بايد داسې سیستم رامنځته کړی وی چې د کرونا پرمهال یې له دغه شان خلکو څخه مالي ملاتړ کړی وی.»
عامې روغتيا وزارت هم د دغو کیسو پخلی کوي او وايي، د کرونا ویروس د درېيمې څپې پر مهال د خلکو نه پاملرنې له امله ډېر داسې پېښ شوي چې له يوه کس څخه د کورنۍ ټولو غړو ته ویروس انتقال شوی دی.
د ياد وزارت د وياند مرستيال ميروس عليزي کليد ته وويل، هغه کسان پر کرونا ویروس د اخته کېدو پر مهال دا امکانات نهلري چې ځانونه په کور کې قرنطين کړي، يوازې صحي لارښوونې دې عملي کړي.
دی د مثبتو پېښو د زياتېدو يو لامل هم همدا موضوع په ګوته کوي.
عليزي وويل:
«د خلکو ناغيړي او لارښوونو ته دوی نه پاملرنه يو هغه لامل و چې د کوېډ۱۹ مثبتې پېښې ورسره زياتې شوې، ډېر کله داسې هم شوي چې کله د يوې کورنۍ يو غړی پر کرونا اخته شوی و، له دغه څخه د کورنۍ نورو غړو ته هم انتقا شوی و، که چېرې هېوادوال دا امکانات نهلري چې ځانونه په جلا کوټو کې قرنطين کړي، لږ تر لږه دې صحي لارښوونې عملي کړي او ماسک دې وکاروي.»
د ياد وزارت د معلوماتو لهمخې، اوسمهال د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې کموالی راغلی او ډېر شمېر ولايتونه له سره خط څخه راوتلي دي.
په مثبتو پېښو کې د کموالي رامنځته کېدو خبره په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه په ټول هېواد کې څه د پاسه ۱۵۱زره کسان پر دې ویروس اخته شوي او نېږدې ۷زره کسان بيا ترې مړه شوي دي.
ډېر یې ولولئ:
- ښه خبر؛ په افغانستان کې کرونا واکسین
- د کرونا دویمه څپه او بېپروايي
- د کورونا په اړه بحثونه او خبرې اترې
- روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا ځل د لوړېدو په حال کې دي