د امنیه قوماندانۍ ویاند فیردوس فرامرز کلید ته وویل چې، نن سهار ۷ او ۳۰ دقیقې ترهګرو د کابل میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالۍ د عمومي سړک پر غاړه یو ماین ځای پر ځای کړی و چې پولیس لخوا کشف او شنډ کړای شو.
د نوموړي په خبره ترهګرو غوښتل، یوځل بیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي چې، پولیسو له چاودنې وړاندې ماین شنډ کړ او د یو شمېر ملکی وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی یې وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر کله د سړک غاړې ماین چاودنې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

