ads

په لوګر کې ۲۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

امنیتي چارواکي په لوګر ولایت کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
1 زمری 1400
په لوګر کې ۲۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند وایي، تېر ورځ افغان ځمکني او هوایي ځواکونو د لوګر ولایت محمد آغي ولسوالۍ اړوند زرغون ښار په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې عملیات کړي دي چې په پایله کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړي په خبر د عملیاتو په پايله کې د ۶ تنه پاکستانیانو په ګډون ۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۵ تنه نور يې مرګوني ټپيان شوي، او ۲ تنه یې ژوندي نیول شوي.

همداراز ۲ عرادې فیلډر موټر او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA