د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب او جنرال کارټر د طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره یې په ټینګار مخالفت څرګند کړی.
دغه راز یې د طالبانو د تېریو په مقابل کې د نوې سټراټېژي په هکله نظرونه سره تبادله کړل.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په لوړه کچه به د افغانستان د سولې د ملاتړ هڅو ته دوام ورکړي.
دا لیدل داسې مهال کېږي چې تېره ورځ په دوحه کې یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو مزاکراتي پلاوو ترمنځ ناسته شوې او دواړو لورو د خبرو پر دوام او چټکتیا بحث او خبرې کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

