د دغه وزارت مرستیال ویاند احمدضیا ضیا کلید ته وویل چې افغان ځواکونو نن سهار د هرات کروخ ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې یاده ولسوالي بېرته له وسلوالو طالبانو ونیول شوه.
د نوموړي په خبره په دغو عملیاتو کې ۱۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي او شاوخوا ۲۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات کرخ ولسوالۍ له تیرو دوه اونیو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


