ads

یوځل بیا د مذاکراتي پلاوو ترمنځ ناسته شوې ده

په دوحه کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې په ناسته کې د دواړو لوریو له خوا د مذاکراتو د پروسې پر دوام، چټکتیا او اغیزمنتیا بحث شوی دی.

شمس الرحمن شمس
31 چنګاښ 1400
یوځل بیا د مذاکراتي پلاوو ترمنځ ناسته شوې ده
دوحه

نوموړي ليکلي دي: نن غرمه د لوی اختر په دریمه ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو تر منځ ناسته تر سره شوه.

 په ناسته کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د واړو لوریو له خوا د مذاکراتو د پروسې پر دوام، چټکتیا او اغیز منتیا بحث او ټینګار وشو.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا د جګړې له ښکېلو لوریو په ځانګړې ډول له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي او له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA