ads

کابل کې څلور وسلوال غله نیول شوي

امنیتي چارواکي په کابل کې د غلا په تور د یوې څلور کسیزې وسلوالې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
31 چنګاښ 1400
کابل کې څلور وسلوال غله نیول شوي

د امنیه قوماندانۍ خبرپاڼه وایي، دغه کسان د کابل میربجه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي نیول شویو کسانو په یادې ولسوالۍ کې وسلواله غلا او نورو جنایي پېښو کې لاس درلود.

د خبرپاڼې له مخې پولیسو له دغو غلوو څخه یو عراده کرولا ډوله موټر او دوه میله کمري وسلې ترلاسه کړي دي.

پولیس په کابل کې د وسلوالو غلو د نیولو خبر داسې مهال ورکوي چې، ددې ولایت ډېر شمېر وګړي لاهم په دې ښار کې د وسلوالو غلو له فعالیت څخه وېره لري او له پولیسو د وضعیت د کابو کولو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA