ads

په افغانستان کې پر اوربند د امریکا ټنیګار

امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو لورو په ځانګړي ډول له طالبانو یې غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي او یو دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

نویسنده: shams
31 چنګاښ 1400
په افغانستان کې پر اوربند د امریکا ټنیګار

په کابل کې د امریکا سفارت په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان روان تاوتریخوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او د جګړې پر ټولو لورو په ځانګړي ډول پر طالبانو یې غږ کړی چې د یوه هر اړخیز اوربند لپاره کار وکړي او ژر تر ژره دې افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسي.

په اعلامیه کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار شوی او ویلي چې د افغانستان کشاله یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

په اعلامیه کې له  وسلوالو طالبانو غوښتل شوي چې ژر د سولې خبرو ته داخل شي او افغانان له روان کړاو څخه خلاص کړي.

امریکا دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې د افغان دولت اووه کسیز پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره دوه ورځني بحث څخه وروسته هېواد ته راستون شوی؛ خو ناسته یې د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA