ads

جمهوررییس غني: په شپږو میاشتو کې به بشپړ امن راشي

جمهوررییس محمد اشرف غني د افغان پوځ سرتېرته ته امر کړی چې، په میړانه دې له خپلې خاورې ساتنه وکړي او د وضعیت د کابو کولو لپاره له همت څخه کار واخلي.

شمس الرحمن شمس
31 چنګاښ 1400
جمهوررییس غني: په شپږو میاشتو کې به بشپړ امن راشي
افغانستان ارګ

جمهوررییس د افغان پوځ د کمانډو ځواکونو له قول اردوګانو څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې وسلوال مخالفین کمزوري دي او د ځپلو لپاره یې ستاسې قوت ته اړتیا ده.

نوموړي له افغان سرتېرو وغوښتل چې په روانو درې میاشتو کې د وسلوالو ځپلو لپاره لاس په کار شی او ځانونه نړۍ ته ثابت کړی چې افغانان نه تسلیمېږي او له خپلې خاورې ساتنه کولای شي.

جمهوررییس غني همدارنګه زیاته کړه، د افغان سرتېرو له مېړانې او همت سره به په شپږو میاشتو کې دننه افغانستان د امن څښتن شي.

جمهوررییس غني دا خبرې داسې مهال کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړو پلاوو ترمنځ دوه ورځینۍ ناسته  ترسره شوه، خو د بین افغاني خبرو پر دوام له ټینګار پرته پکې نور څه یې نه وو.ش

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA