له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، جمهوررییس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د ننگرهار ولایت عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې، د ٢٠١ سیلاب قول اردو او د امنیتي او دفاعي منسوبینو سره د لیدنې په موخه نن سهار یاد ولایت ته ورسېد.
دا سفر داسې مهال کېږي چې په ننګرهار ولایت کې مېشت خلک له روان امنیتي وضعیت څخه اندېښمن دي او له چارواکو غواړي چې د ولایت د امنیت د کابو کولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

