ads

په ننګرهار کې پر سراچه موټر ماین چاودنه شوې

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټي کې د ملکي وګړو پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې.

کلید
30 چنګاښ 1400
په ننګرهار کې پر سراچه موټر ماین چاودنه شوې
 د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، چاودنه نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې پر یو سراچه موټر شوې ده.
د هغه په وینا، د ملکي وګړو دغه موټر شېرزادو ولسوالۍ ته روان و، چې په لاره کې پرې چاودنه شوې ده.
د ده په خبره، په دې چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د یادې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
خو ډېره کله پر سړکونو د وسله والو طالبانو اېښودل شوي ماینونه د ورته پېښو رامنځته کېدو لامل کېږي.
دغه راز په یوه بله پېښه کې د دره نور ولسوالۍ په شګیالۍ سیمه کې یو کس د خپل ماما کور ته ورغلی او له مېلمستیا وروسته یې څلور تنه وژلي د.
خوږیاڼی زیاتوي، په دې پېښه کې دوه نور ټپیان شوي او د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA