ads

میرزکوال: د هرات په امنیتي حالت کې به مثبت بدلون راشي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال د هرات د امنیتي حالت ارزونې په هدف دغه ولایت ته سفر وکړ.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1400
میرزکوال: د هرات په امنیتي حالت کې به مثبت بدلون راشي

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د میرزکوال له قوله راغلي چې د امنیتي حالت ښه کېدو لپاره پر برنامو کار روان دی او ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو له لوري د نیول شوو سیمو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل شي.
ده د هرات اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امنیتي پلانونو او برنامو په پلي کېدو سره به د هرات په امنیتي حالت کې مثبت بدلون راشي.
په دغو مراسمو کې د هرات والي عبدالصور قانع هم شتون درلود.
کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د هرات ولایت یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي هم له حکومت د امنیتي حالت ښه کېدو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA