ښاریان وايي، کوم یخ چي د یادو فابریکو له خوا د ښار هټیو ته راوړل کېږي، له پاکو اوبو نه وي جوړ شوی او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
د هلمند ولایت د یخ جوړلو فابریکې بیا د خلکو دا ستونزې ردوي او وایي، دوی په دې برخه کې پوره پاکوالي ته پام کوي.
په ورته مهال د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالاحد کلید ته وویل، دوی د یخ جوړولو فابریکو لپاره ځانګړی ټیم لري او وخت نا وخته یې څارنه کوي.
د هغه په وینا، د خلکو د یادو څرګندونو په تړاو به جدي څېړنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولایت کې د جګړو له امله د یخ جوړولو یو شمېر فابریکو کار درولی، خو ځینې یې چې فعاله دي، پر هغوی تور پورې شوی چې پاکوالي ته پام نه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


