ads

حمدالله محب لندن ته ولاړ

د افغانستان د امنیت شورا انګلستان ته د دې شورا د مشر ډاکتر حمدالله محب د سفر خبر ورکوي.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1400
حمدالله محب لندن ته ولاړ

د یادې شورا پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې نوموړی نن سهار مهال د یو رسمي سفر پر مهال انګلستان ته روان شو.
سرچینه زیاتوي، محب به د دغه سفر پر مهال د انګلیستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د افغانستان او دغه هېواد تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو او ورته نورو مسایلو بحث او خبرې وکړي.
تر دې وړاندې هم د امنیت شورا سلاکار یو شمېر هېوادونو ته ورته سفرونه کړي دي.
دا سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې امنیتي حالت د خرابېدو په حال کې دی او ګڼ شمېر سیمې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
افغان حکومت بیا په نېږدي راتلونکي کې د امنیتي حالت ښه کېدو او بدلون خبر ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA