ads

جمهور رییس نظامي مسولینو ته د امنیت ټینګښت سپارښتنه وکړه

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د ویډیویي کنفرانس له لارې له والیانو، د قول اردوګانو او امنیه قومندانۍ له قومندانانو او نورو امنیتي مسولینو سره خبرې وکړې.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1400
جمهور رییس نظامي مسولینو ته د امنیت ټینګښت سپارښتنه وکړه

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس په دغه ویډیویي کنفرانس کې یادو مسولینو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ لارښوونه کړې چې د وسله والو مخالفینو د بریدونو مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس پرون هم د امنیتي حالت ښه کېدو لپاره د یو پلان جوړېدو خبر ورکړ.
هغه په ارګ کې د اختر په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې طالبان سولې ته پر نه ژمنتیا تورن کړل او زیاته یې کړه چې دا ډله د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري.
جمهور رییس همدارنګه د پنځه زره طالب بندیانو پر خوشي کېدو هم اندېښنه وښوده.
د ده په وینا، د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کېدل یوه تېروتنه وه او مسولین یې نړیواله ټولنه او هغه افغانان دي چې سولې ته د حکومت پر نیت شک لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل حکومت ملامتوي چې سولې ته ژمن نه دی او په دې لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA