ads

په افغانستان پر ډیپلوماټیک شتون د اسټرالیا بیا غور

له افغانستان څخه د اسټرالیایي سرتېرو تر وتلو وروسته د دغه هېواد چارواکو ویلي چې دوی افغانستان ته د خپلو یو شمېر افسرانو، ډیپلوماټانو او ملکي مامورینو پر بیا رالېږد غور کوي.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1400
په افغانستان پر ډیپلوماټیک شتون د اسټرالیا بیا غور

«ډیلي مېل» ورځپاڼه وایي، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد به د ناټو په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د یاد هېواد لومړي وزیر «سکاټ موریسون» ویلي، په افغانستان کې د دوی ماموریت بېرته پیلېدل به څومره چې ژر او په خوندي توګه شوني وي، ترسره شي.
ده زیاته کړې، څرنګه چې خوندي شرایط وګوري، دا چاره عملي کوي.
هغه دغه راز وویل، د هغو کسانو د وېزې د بهیر په برخه کې هم پرمختګ روان دی چې په افغانستان کې یې د اسټرالیا هېواد له سرتېرو سره دندې ترسره کړې دي.
اسټرالیا په تېره میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو اعلان وکړ.
اسټرالیا پر داسې مهال افغانستان ته د خپلو سرتېرو پر بیا رالېږد غور کوي چې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA