د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، نن سهار مهال د کابل ښار پر بېلابېلو برخو درې راکیټي بریدونه وشول.
هغه زیاتوي، یو راکېټ د کابل ښار د عیدګاه مسجد شاته، بل د ګلبهار سوداګریز مرکز شاته او همدارنګه یو راکېټ په چمن حضوري کې لګېدلي دي.
د ده په وینا، د لومړنیو جزیاتو له مخې، په دغو راکیټي بریدونو کې کوم چاته زیان نه دی رسېدلی او په تړاو یې د امنیتي بنسټونو پلټنې روانې دي.
یاد راکیټونه په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او نن سهار اته بجې او اته دقیقې د کابل ښار له څلورمې ناحیې څخه توغول شوي دي.
دغه راکیټي بریدونه پر داسې مهال وشول چې په جمهوري ریاست ماڼۍ کې د لوی اختر د لمانځلو مراسم روان وو.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادو راکیټي بریدونو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


