نوموړي د سه شنبې په ورځ د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اوسني بحران رامنځته کېدو لامل شوې ده.
نوموړي همدارنګه ویلي چې د افغانستان د ستونزې یوازنی حل اوربند او پر یو بل باور رامنځته کول دي.
د هغه په وینا، د مذاکراتو له مېز څخه د طالبانو تېښته د افغانستان د روان بحران اوږدېدو لامل کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د سولې دوه ورځنۍ خبرې له کومې څرګندې پایلې پرته پایته ورسېدې.
که څه هم تمه دا وه چې په دغو خبرو کې به پر اساسي مسایلو هوکړه وشي، خو معلومېږي چې لاهم ښکېل لوري سولې ته ژمن نه ښکاري.


