ads

خلیلزاد له عمران خان او بجوا سره کتلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته سفر کړی او هلته یې د یاد هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر قمر جاوېد بجوا سره کتلي دي.

محمدخان بریال
29 چنګاښ 1400
خلیلزاد له عمران خان او بجوا سره کتلي

په اسلام اباد کې د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دوی تر منځ د افغانستان پر روان حالت او د ښکېلو اړخونو جوړجاړي ته پر رسېدو بحث شوی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې په افغانستان کې د روانې جګړې پایته رسېدل د افغانستان او سیمې هېوادونو په ګټه دي.
خلیلزاد په ورته وخت کې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب مشرانو تر منځ دوه ورځنۍ ناسته ګټوره بللې ده.
هغه پر خپل ټوېټرپاڼه د اختر مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې افغان حکومت او طالبانو هوکړه کړې چې د جګړې پایته رسېدو او د سیاسي حل لپاره به د ورته غونډو جوړېدو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، اوس هغه وخت رارسېدلی چې ښکېل اړخونه اوربند وکړي او د اختلافونو پایته رسېدو لپاره معنا لرونکې خبرې پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې وړمه شپه په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالب مشرانو تر منځ دوه ورځنۍ ناسته پایته ورسېده.
په دغه ناسته کې ټینګار شوی چې د ستونزو د حل لپاره به ورته نورې غونډې هم جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA