ads

جمهور رییس: طالبان یوه ذره مثبت پیغام هم نه لري

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وایي، طالبان په هېواد کې د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري.

محمدخان بریال
29 چنګاښ 1400
جمهور رییس: طالبان یوه ذره مثبت پیغام هم نه لري

هغه د سه شنبې په ورځ د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د اختر تر لمانځه وروسته طالبانو ته په خطاب کې وویل چې ایا دغه ډله د افغانستان لپاره یوه ذره مثبت پیغام هم لري؟
هغه زیاته کړه چې د نن افغانستان د ۲۰ کلونو وړاندې نه دی او طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای.
د جمهور رییس په وینا، د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کېدل یوه تېروتنه وه او مسولین یې نړیواله ټولنه او هغه افغانان دي چې د حکومت پر نیت شک لري.
ده همدارنګه وویل چې طالبان یوازې د ویجاړۍ په اړه فکر کوي او په دې وروستیو کې یې ۲۶۰ ودانۍ تخریب کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل حکومت ملامتوي چې سولې ته ژمن نه دی او په دې لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA