هغه زیاته کړې چې اوسمهال پر افغان سرتېرو د طالبانو بریدونه په هېڅ صورت د منلو نه دي.
ده له طالبانو غوښتي چې د افغانستان اشغال پایته ورسوي او نړۍ ته وښيي چې ژر تر ژره به په دغه هېواد کې سوله راځي.
نوموړي په افغانستان کې د ترکي ځواکونو پاتې کېدو په تړاو د طالبانو ګواښ بې ارزښته بللی دی.
د ترکیې حکومت چمتوالی نیولی چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د کابل نړیوال هوایي ډګر ساتنې مسولیت پر غاړه واخلي.
د یاد هېواد حکومت اوس هم له امریکا او ښکېلو هېوادونو سره د کابل د هوایي ډګر امنیت ساتنې په تړاو پر مشورو بوخت دی.
تر دې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د ترکي ځواکونو شتون اشغال بللی و او ګواښ یې کړی و، که ترکیې سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، پر وړاندې به یې ودرېږي.


