اعلامیه زیاتوي، په دغو خبرو کې پرېکړه شوې چې مذاکرات ګړندي شي او د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره یوه حل لاره پیدا شي.
دواړو لورو ډاډ ورکړی چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی به کوي، د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي او په لوړه کچه به پیل شوي مذاکرات ژوندي ساتي.
همدارنګه په دې ناسته کې له کورونا ویروس سره پر ګډې مبارزې هم ټینګار شوی دی.
که څه هم تمه دا وه چې په دا ځل خبرو کې به پر اساسي موضوعاتو او اوربند هوکړه وشي، خو معلومېږي چې بیا هم اساسي مسایل شاته پرېښودل شوي دي او په خپره شوې اعلامیه کې د اوربند خبره نه ده شوې.
تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو ویلي وو چې دواړو لورو د یو بل اساسي غوښتنې رد کړې دي.
طالبانو د لنډمهاله اوربند په بدل کې د خپلو اووه زره بندیانو خوشي کېدو او له تور لېیست څخه د دوی د مشرانو نومونو لېرې کېدو غوښتنه کړې وه؛ چې په ناسته کې په دې اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې.
د مرکچي پلاوو تر منځ دا کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې په هېواد کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.


