له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د هغوی ۱۵ کړۍ ماینونه او ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دې.
طالبانو ته دغه مرګ ژوله په ننګرهار، غزني، کندهار، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، هلمند، تخار او کندز ولایتونو کې اوښتې ده.
پرون هم د ګڼ شمېر طالبانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.


