ads

په بلخ کې چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي د ریموټ کنټرول ماین په چاودنه کې د اوو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
28 چنګاښ 1400
په بلخ کې چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، چاودنه تېره شپه اته بجې او ۳۰ دقیقې په بلخ کې د عبدالروف په نوم د تښتول شوي ماشوم د پلار حاجي نبي پر موټر شوې ده.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې په دې پېښه کې د حاجي نبي وراره هم وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د ابو علي سینابلخي روغتون یو تن ډاکتر غوث الدین نوري کلید ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته دوه جسدونه او پنځه ټپیان ور وړل شوي دي.
د هغه په وینا، د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
نېږدې دوې میاشتې وړاندې هم په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالروف پر کورنۍ برید شوی و، چې هغه مهال چاته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA