هغه زیاتوي، د کورونا ویروس مثبتې پېښې اوس هم په هېواد کې د ډېرېدو په حال کې دي او په خبره یې، که روغتیایي لارښوونو ته پام ونه شي، ناورین به رامنځته شي.
نوموړي تېره ورځ خبري ناستې ته هم له ټولو هېوادوالو غوښتي وو چې د اختر په ورځو کې روغتیایي لارښوونو ته جدي پام وکړي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې تر ۱۴۰ زره ډېر کسان پر کورونا اخته شوي، ۶۲۱۳ مړه او تر ۸۸ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.


