ads

له پاکستان څخه افغان سفیر او ډیپلوماټان راوغوښتل شول

په پاکستان کې د افغانستان د سفیر نجیب علي خېل د لور تر تښتولو او شکنجې وروسته افغان حکومت په اسلام اباد کې خپل سفیر او ډپیلوماټان کابل ته راوغوښتل.

محمدخان بریال
28 چنګاښ 1400
له پاکستان څخه افغان سفیر او ډیپلوماټان راوغوښتل شول

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه تصمیم په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو او تښتوونکو ته د جزا ورکولو له امله نیول شوی دی.
اعلامیه زیاتوي، ټاکل شوې چې د افغانستان لوړ پوړی پلاوی په نېږدې راتلونکي کې د دې قضیې د پلټنې لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه پلاوي د پلټنو په پایله کې به راتلونکي ګامونه هم پورته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علي خېل د روانې چنګاښ میاشتې پر ۲۵مه وتښول شوه او تر شکنجې وروسته خوشې شوه.
افغان حکومت او طالبانو دواړو دا پېښه غندلې او په تړاو یې د پلټنو او عاملینو ته د جزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
پاکستان بیا د افغان حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې خواشیني ښودلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA